ایا د بن لادن په مرګ ترهګرو ته اړتیا پایته ورسېده ؟
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

        د ۲۰۱۱ کال د مۍ په لومړۍ نېټه اسلام اباد ته نږدې د ابيټ اباد په نیمه پوځي سیمه د امریکایانو په یو ناڅاپي یرغل کې  د القاعده د مشر بن لادن په وژلو ، هغه ډرامه چې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر په ۱۱ مه  امریکا کې د دوه سوداګریزو اسمان څکو ماڼیو په الوځولو پيل شوې وه ، په ښکاره پایته ورسېده . په نوموړې پېښه کې امریکایانو بن لادن په لاس لرلو تورن کړی و ، خو بن لادن هیڅکله هم ددې پېښې پړه په غاړه نه وه اخیستې او یوازې يي ویلي وو چا چې دا پېښه سرته رسولې ، دده په ګمان يي ښه کار کړی دی .

د سیپټمبر د ۱۱ مې پېښې سره په تړاو ، امریکایانو د نورو لویديځوالو په ملاتړ مخامخ په افغانستان پوځي یرغل وکړ . د طالبانو امارت چې د پيریانو واکمنۍ ته ورته وو ، په څو ورځو کې يي ټغر ټول او طالبان اړوتل له کومې چې راغلي وو ، هملته پنا یوسي او د پاکستان په پټغالو کې بیا ځانونه د سبا ورځې لپاره خوندي کړي . بن لادن چې د طالبانو او نورو ترهګرو په وړاندې د مذهبي ، عقیدتي او پوځي لارښود او اتل درجې ته اوچت شوی وو ، طالبانو سره د سیوري پشان هر چیري ملګری وو .

لویدیځ لا ډېر مخکې  په دې لټه کې و چې سیمه کې خپل مستقیم حضور پيدا کړي . په دې موخه يي د پاکستان ای ایس ای او پوځ په مټ لومړی مجاهدین رامخته کړل خو کله چې دوی ناکاره وختل بیايي طالبان او بن لادن رامېدان ته کړل . دا پروژه چې د پنجاب په ملګرتیا پلې شوه ، لویديځ په افغانستان او سیمه کې د خپل حضور لپاره له ډېر پخوا په پام کې نېولې وه . بن لادن ، طالبانو او په پنجاب کې د پوځ او ای ایس ای لوړپوړو چارواکو چې هغه مهال يي ګډې ګټې درلودې ، د لویدیځ د راتګ لپاره لار اواره کړه او د دوی لخوا د حال په ژبه ورته Well come وویل شوو .

 لویدیځ هم چې ددې پروژې په پلي کولو يي خپل او د عربو په میلیاردو ډآلر لګولي وو ، دوې موخې درلودي .

لومړی موخه يي دا وه چې سیمې ته راتګ به يي د سیمې او نړۍ په وړاندې قانوني وګڼل شي او بله دا چې د همدې پروژې په مرسته به افغانستان او سیمه کې دایمې پاتې شي او د هغو کړنلارو د پلې کولو لپاره به په وخت او ښه مهال راغلي وي چې لویدیځ او امریکا يي په ۲۱ مه پېړۍ کې ددې سیمې پر وړاندې لري . په دې توګه بن لادن ، طالبانو او لوړپوړو پنجابي واکمنانو لویدیځ لپاره د لنګې غوا دریځ ولوباوه . ټولې هغه دندې چې سیمې ته د لویدیځ په راتګ او پاتېدو کې اړینې وي تېرو لسو کلونو کې د دوی لخوا یو په بل پسې پلې شوې .

افغانستان چې لا پخوا يي د سړې جګړې د لوبې میدان کې  ډېرې څپېړې خوړلې وې د نوې لوبې د زیانونو او تاوانونو په اړه يي لویدیځ ته تل خبرتیا ورکوله ، خو پنجاب د افغانستان هره هڅه په لغته وهله او لویدیځ هم د خپلو ګټو په لامل د افغانانو د غوښتنو په وړاندې هیڅ غوږ نه ګراوه .

اوس چې امریکا خپل پخواني لاسپوڅی او همکار بن لادن وواژه او نوې لوبې ځانته بل بهیر ونیو ، په ځای ده پوښتنه وشي چې سیمه کې ترهګرو ته د لویدیځ اړتیا نوره شته او که پای ته ورسېده ؟

ایا لویدیځ او په تېره بیا امریکا هغو موخو ته ورسېده  چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره يي له نړۍ څخه ترهګر پاکستان ته اشر کړي وو  ؟

چین ، منځنۍ اسیا ، روسیی ، ایران او د هند د خپلولو لپاره ترهګرو ته د لویدیځ او امریکا اړتیاوې ختمې شوې او که ادامه لري ؟

د بن لادن په وژلو، لویدیځ غواړي یوازې د ترهګرو د مشرتابه په کړۍ کې تغییر راولي ترڅو دا نوی مشرتوب ترهګر د وخت له غوښتنو سره سمبال کړي او که غواړي ترهګر له یوه سره جارو کړي ؟

پنجاب چې ترهګرو څخه د افغانستان او هند پر وړاندې د پوځ د مخ لېکې او ملیشې پتوګه کار اخلي ایا  ترهګرو ته نوره اړتیا نلري ؟

ایا د لویدیځ په اند د پنجاب پخوانی دریځ له وخته لوېدلی او دندې يي ناچله شوې او له پنجابه غواړي ځان د نویو حالاتو سره همغږي کړي چې نویو حالاتو کې په سیمه د دوی ګټې وساتلای شي ؟

لویدیځ به طالبانو او د هغو مشرانو سره د بن لادن پشان چلند وکړي ، ایا پنجاب به اړکړي ترڅو وړوکی بن لادن ، ملاعمر او نور طالبان افغانستان ته تسلیم کړي ؟

د القاعده د مشر بن لادن له مرګ روسته ، دا او په لس ګونو نورې پوښتنې د هر افغان په زړه کې ګرځې او ددې پوښتنو د ځواب په لټه کې دي !

که د رامنځته شویو نویو حالاتو سره سم ، لویدیځ خپله او یا د پنجاب اداره دې ته اړ نه باسي چې پاکستان کې د ترهګرو ټولې ځالې ړنګې کړي ، د ترهګرو د روزنې ښوونځي او مدرسې وتړي ، د ترهګرو د وسلوال کولو او پاللو څخه لاس وا خلي او یوازې د بن لادن  په مرګ بسیا وکړي او داسې وځلوي چې په یوه ګل پسرلی راځي نوره به هم سیمه د ګډوډۍ او ناامنۍ په لور ولاړه شي .

د پېښو روستۍ پرمختیا ښۍ د پنجاب پوځ او ای ایس ای د القاعده او ترهګرو په یوه برخه بدل شوی . خپل ای ایس ای ، القاعده ده . دا پوځ او ای ایس ای څنډلو ته اړتیا لري . خو که د پنجاب پوځ او ای ایس ای ته د لویديځ لخوا مالي مرسته او پیسې رسیږي او په همدې پړسوب چې د ملي اړتیا پرته د سیمې د ګډوډۍ لپاره په پام کې نېول شوی ساتل کیږي په سیمه کې تاوتریخوالی ، ګډوډي ، ناامني او جګړه له منځه نشي تللای .

ترڅو لویدیځ د پنجاب د پوځ او ای ایس ای په وړاندې کوټلي او غوڅ ګامونه پورته نکړي ، اخیستل شوي ګامونه په سیمه کې حالات د سولې او امنیت په ګټه نشي بدلولای .

افغانان له لویدیځ په تېره بیا له امریکا غواړي اوس چې د پنجاب په مرکز کې د بن لادن ځاله پیدا شوه چې لس کاله يي پټه ساتلې وه او ټولې نړۍ په رڼو سترګو ولېده ، نور د ترهګرو په وړاندې د پنجاب په غوړو وعدو باور ونکړي او د پنجاب پرځای کابل د ترهګرو سره د مبارزې لپاره خپل دایمي ملګری غوره کړي .

د ۲۰۱۱ کال د مۍ دریمه       

            

 

 

 

 


May 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات